د لوړو زده کړو وزارت د لزروم دید پر اساس، ډاکټر مسعود احمد احمدي د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د میوند تدریسي روغتون د رئیس په توګه معرفي او په رسمي توګه یې کار پیل کړ.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۷ - ۱۱:۱۱
بر اساس لزوم دید وزارت تحصیلات عالی داکتر مسعود احمد احمدی به‌ حیث رئیس شفاخانه تدریسی میوند پوهنتون علوم طبی کابل معرفی و رسماً به کار آغاز کرد.

د کابل طبي علومو پوهنتون مشرتابه د مخيکيني رئيس د هڅو ستاینه وکړه او نوي رئيس ډاکټر احمدي ته يې د ښه خدمت کولو او بریالیتوب هیله وکړه او له  نوموړي یې وغوښتل چې د تخصصي او روغتیایی برخو د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

نوي رئيس ډاکټر احمدي له مسولینو څخه د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې د روغتون په چارو کې به د مثبت بدلونونو لپاره په صداقت او اخلاص سره کار وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS