د کابل طبي علومو پوهنتون نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره «د مدیریت اساسات او اسنادو مدیریت» تر عنوان لاندې د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی ورکشاپ د پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم لخوا د تصدیق پاڼو په ورکولو سره بریالی پای ته ورسېد.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۱۱:۱۷
ورکشاپ شش روزه ارتقای ظرفیت «اساسات مدیریت و مدیریت اسناد» که برای کارمندان جدیدالتقرر پوهنتون علوم طبی کابل برگزار شده بود، با توزیع تصدیق نامه‌ها توسط مولوی عبدالرحمن مرحوم معاون مالی و اداری پوهنتون علوم طبی کابل موفقانه پایان یافت. 

د مالي او اداري چارو مرستیال د نویو ګمارل شویو کارمندانو لپاره د دغه ورکشاپ د ګټور بللو تر څنګ ټینګار وکړ چې په راتلوونکي کې د کارمندانو د لا ودې او پرمختګ لپاره داسې نور ورکشاپونه هم جوړ شي او د یاد ورکشاپ له ټولو وړاندې کوونکو او ګډونوالو یې خوښي څرګنده کړه.

په دغه ورکشاپ کې د ادرې او مدیریت، مدیریت کچې، اداري سلسله مراتبو، ادارې اساسي اصولو، پلان جوړونې، ادارې تنظیم او د مدیریت اساساتو او اسنادو مدیریت  اړوند نورو مسایلو په اړه معلومات ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۹:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابوعلي ابن سینا» رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ  او شورا د غړیو په حضور د دغه پوهنتو علمي شورا ناسته ترسره شوه چې پکې د یو لړ مهمو علمي موضوعاتو کتنه وشوه او په اړه یې پرېکړې وشوې.  

په یاده ناسته کې د علمي شورا د آجنډا اړوند ۱۰ مهمو موضوعاتو په اړه خبرې وشوې چې اساسي برخه یې د استادانو علمي ترفېع، تقرر او نور علمي مسایل وو. 

د شورا غړیو د دغه علمي موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.

دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۶ - ۱۴:۳۸
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د مالي او اداري کمېټې غونډه د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ او د کميټې غړیو په حضور ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د مالي او اداري چارو مرستیال د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د ۱۴۰۵ کال د نیازمندیو لېست ترتیبولو، په ادارو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو، د چارو ښه ترسره کېدو لپاره. . .

BACK TO NEWS