کابل طبي علومو پوهنتون نن د ۱۴۰۳ هـ.ش کال علمي څېړنیز کلنی کنفرانس د دغه پوهنتون د رئيس، رهبري هیئت غړیو، ډاکټرانو او استادانو په ګډون جوړ کړ.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۱:۵۸
په دغه علمي کنفرانس کې څېړونکیو د طبي علومو په بېلابېلو؛ لکه: د اېکس وړانګو پر وړاندې د ساتنې اصول د رعایت ارزونه، په روغتیايي کارکوونکیو کې د هیپاټیټ B واکسیناسیون وضیعت، په نویو زېږېدلیو ماشومانو کې له زېږون د زړه ناروغیو زیاتوالی، پر لانګوسکوپ تېغ باندې د باکتریاګانو زیاتېدل او داسې نورو برخو کې خپلې نوې علمي ترلاسه شوې پایلې شریکې کړې.  د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر مفتي اسدالله نجات د دغه کنفرانس د پيل وینا پر مهال د روغتیایي خدماتو په ښه والي کې د علمي څېړنو پر ارزښت ټینګار وکړ او ويې وی

په دغه علمي کنفرانس کې څېړونکیو د طبي علومو په بېلابېلو؛ لکه: د اېکس وړانګو پر وړاندې د ساتنې اصول د رعایت ارزونه، په روغتیايي کارکوونکیو کې د هیپاټیټ B واکسیناسیون وضیعت، په نویو زېږېدلیو ماشومانو کې له زېږون د زړه ناروغیو زیاتوالی، پر لانګوسکوپ تېغ باندې د باکتریاګانو زیاتېدل او داسې نورو برخو کې خپلې نوې علمي ترلاسه شوې پایلې شریکې کړې.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس پوهنیار ډاکټر مفتي اسدالله نجات د دغه کنفرانس د پيل وینا پر مهال د روغتیایي خدماتو په ښه والي کې د علمي څېړنو پر ارزښت ټینګار وکړ او ويې ویل طبي څېړنې د ټولنې روغتیایي کچې په لوړولو کې کلیدي ونډه لري او د داسې کنفرانسونو جوړول څېړونکیو ته د علمي کچې لوړولو په موخه د نظریاتو د ادلون بدلون چاپېریال برابروي. همداراز هغه له ټولو استادانو وغوښتل چې څېړنو ته ارزښت ورکړي او د لا زیاتو څېړنو په ترسره کولو سره د هېواد د طبي خدماتو په ښه والي کې ونډه واخلي.

د کنفرانس په دوام کې د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو او څېړونکیو لخوا په طبي او روغتیايي بېلابېلو برخو کې ۱۱ څېړنیزې مقالې وړاندې شوې.

د کنفرانس په پای کې په افغانستان کې د علمي څېړنو د پراختیا لپاره د ګډونوالو لخوا بېلابېل وړاندیزونه وړاندې شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS