په همدې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مسوولینو، پوهنتون رهبري هیئت، علمي کادر غړیو او کارمندانو حضور درلود، شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان صاحب په رسمي توګه د کابل طبي علومو پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۹:۱۰
په همدې مناسبت جوړ شويو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر مسوولینو، پوهنتون رهبري هیئت، علمي کادر غړیو او کارمندانو حضور درلود، شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان صاحب په رسمي توګه د کابل طبي علومو پوهنتون د نوي رئیس په توګه معرفي شو.

په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او ادري چارو معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب صاحب په خپلو خبرو کې د علم پراختیا پر اهمیت او د زده کړو کیفیت پر ښه والي ټینګار وکړ او زياته يې کړه، چې دا ټاکنه يو امتياز نه بلکې امانت او مسؤليت دی. نوموړي د نوي رئيس لپاره د لوی خدای ج څخه په چارو د بریالیتوب غوښتنه وکړه.

همدارنګه د پوهنتون نوي رئیس د ا.ا.ا او د لوړو زده کړو وزارت مسؤولینو له باور او اعتماد څخه د خوښۍ تر څنګ د ورسپارل شوي مسؤولیت په اړه خبرې وکړې او د یاد پوهنتون د تحصيلي او روغتیایي کچې د کیفیت لوړېدو او ښه والي لپاره پر خپله ژمنه ټينګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS