دغه سیمنار چې درې ورځې یې دوام وکړ، محصلینو ته د علمي مقالو جوړښت د معتبرو سرچینو پلټنې او مقالو اسنادو له اصولو سره بلدتیا، موضوعات پکې وړاندې شول.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۹ - ۹:۵۵
دغه سیمنار چې درې ورځې یې دوام وکړ، محصلینو ته د علمي مقالو جوړښت د معتبرو سرچینو پلټنې او مقالو اسنادو له اصولو سره بلدتیا، موضوعات پکې وړاندې شول.

دغه سیمنار چې د څېړنو او علمي مجلې معاونیت په همکارۍ د محصلینو چارو معاونیت  له لوري جوړ شوی وو، د سیمنار په پای کې د محصلانو چارو مرستیال استاد حمید الله عابد دغه ډول سیمنارونه مهم او ګټور وبلل او زیاته یې کړه، چې راتلونکې کې به دې ته ورته بېلابېل سیمنارونه د محصلانو لپاره په لاره واچوي؛ ترڅو د محصلانو په ظرفیت لوړونه کې ګټور تمام شي.

 د سیمنار ګډون کوونکو محصلانو خوښې څرکنده کړه او زیاته یې کړه چې توانېدلي له یاد سیمنار وروسته به پر معیار برابرې څېړنې په ښه ډول تر سره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۲۶
Background image

سید موسی د سید داوود زوی د ۳۵۶.۵۷۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۴۰۴ کال سراسري کانکور په آزموینه کې د هېواد په کچه د عمومي اول نمره مقام ترلاسه او په بریالیتوب سره د کابل طبي علومو پوهنتون د طب پوهنځي ته شامل شو.

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د دغه بریالیتوب مبارکي سید موسی، درنې کورنۍ ته یې او د هېواد ټولو وګړو ته وايي همدا راز نوموړي ته د طبي تحصیلاتو په مسیر کې د لا بریالیتوب غوښتنه کوي. د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۲۲
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون د عامې روغتیا پوهنځي رئيس ډاکټر ضیاء الرحمن عمر د پېژندګلوۍ په یوه ناسته کې د اړوندو ډيپارټمنټونو له آمرینو سره لیدنه او خبرې وکړې. په دغه ناسته کې چې د لا. . .

BACK TO NEWS