...

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۰:۳۶
sczz

د کابل طبي علومو پوهنتون د حوض جوړونې کار چې څه موده وړاندې پیل شوی و، بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. له دې سره هم‏ مهاله یو باب مېلمستون چې په دغه پوهنتون کې نوی جوړ شوی د لوړو زده کړو قدرمن وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب له لوري پرانیستل شو. 

دغه پروژې د تحصیلي چاپېریال د ښه والي او پوهنتون د علمي او ادري مېلمنو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کېدو په موخه بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د حوض په جوړېدو سره د پوهنتون عمومي فضا ښکلې او په زړه پورې شوې او همدارنګه نوی جوړ شوی مېلمستون د مناسبو او معیاري امکاناتو په طراحي کولو سره جوړ شوی چې په لوړه کچه به د داخلي او بهرنیو مېلمنو د کوربه توب زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS