...

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۱:۴۲
بببضیثی

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند نسايي ولادې تدریسي روغتون د رسمي شمېرو پر بنسټ دغه روغتون په تېرو درېیو کلونو کې له ۴۹ زره زیاتو ناروغانو ته سراپا (OPD) خدمات وړاندې کړي دي. دغه شمېر، نسايي ولادي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې د پراخوالي دوامداره هڅو څرګندویي کوي.   

په تېرو درېیو کلونو کې یاد روغتون نه یوازې دا چې د زیات شمېر ناروغانو درملنه کړې ده، بلکې د زېربناوو په نوي کېدو او اغېزناکو طبي وسایلو په تهیه کېدو سره د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړونې لپاره مهم ګامونه پورته شوي دي. دغه لاسته راوړنې په نساي ولادي درملنه کې د پرمختګ او غوره معیارونو لوړوالي لپاره د روغتیایي خدماتو په برخه کې د مسوولینو ژمنتیا څرګندويي کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ. . .

BACK TO NEWS