د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو په انسټېټیوټ کې د ECG  روزنیز تخصصي پروګرام پیل شو. دغه پروګرام چې ۷ ورځې به دوام ولري، د زړه عاجلو پېښو ته درسېدنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې نظري او عملي زده کړې پکې شاملې دي.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۱ - ۱۳:۳۴
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو په انسټېټیوټ کې د ECG  روزنیز تخصصي پروګرام پیل شو. دغه پروګرام چې ۷ ورځې به دوام ولري، د زړه عاجلو پېښو ته درسېدنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې نظري او عملي زده کړې پکې شاملې دي.

د یاد انسټېټیوټ د زړه او رګونو ډيپارټمنټ غړي ډاکټر فردین بري په وینا د دغه دورې د پيل موخه د مدیریت او تشخیص په ځانګړي ډول د زړه عاجلو پېښو مراقبت په برخو کې د ټریني ډاکټرانو د ظرفیت لوړول دي. 

ګډونوالو د یاد پروګرام له پیل کېدو څخه خوښي څرګنده کړه او د تخصصي روزنیزو پروګرامونو جوړېدل یې د هغوی د مسلکي پوهې په لوړوالي کې مهم وبلل او په راتلونکي کې د دغه ډول پروګرامونو پر دوام او پراخوالي یې ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS