په تېرو درېیو کلونو کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړوالي او ناروغانو د درملنې او تشخیص بهیر د چټکتیا په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې

IT_Director
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۲:۱۷
در سه سال گذشته، به هدف ارتقای کیفیت خدمات صحی و تسریع در روند تشخیص و درمان بیماران، انستیتوت امراض صدری و قلبی وعایی پوهنتون علوم طبی کابل موفق به خریداری تجهیزات و ماشین‌آلات طبی مدرن به ارزش مجموعی ۴۱ میلیون افغانی شده است.

په تېرو درېیو کلونو کې د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړوالي او ناروغانو د درملنې او تشخیص بهیر د چټکتیا په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ د ۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت نوي او عصري طبي وسایل او تجهیزات اخیستي دي.

په دغه تجهیزاتو کې د زړه او رګونو ناروغیو د تشخیص او درملنې پرمختللي ماشینونه شامل دي چې په یاد انسټېټیوټ کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو کچې په ښه والي کې به مهمه ونډه ولري. د دغه وسایلو په نصب او کارونې سره ناروغانو ته د رسېدنې او پذيرش ظرفیت کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او د ناروغانو د درملنې لپاره له پرمختللیو امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره شوې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS