د کابل  طبي علومو پوهنتون محصلینو د لومړي ځل لپاره د خوست له جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه. دغه لیدنه یو فرصت و چې محصلین له دې تعلیمي چاپیریال سره آشنا شي او خپلې نظریې  د مدرسې له  زده‌کوونکو سره شریکې کړي.  

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۹:۵۶
محصلین پوهنتون علوم طبی کابل برای نخستین بار از مدرسه جهادی خوست بازدید کردند. این بازدید فرصتی بود تا محصلین با فضای آموزشی این مدرسه آشنا شوند و دیدگاه‌های خود را با فاضلان مدرسه به اشتراک بگذارند.  

د دې لیدنې اصلي موخه د عصري او دیني علومو د ارزښت په اړه د محصلینو او زده‌کوونکو پوهې لوړول بلل شوي. په دې لیدنه کې، محصلینو د تدریس طریقو، علمي او فرهنګي فعالیتونو سره آشنایي ترلاسه کړه او د دیني او عصري زده‌کړو د ترکیب په اړه یې د مدرسې له فاضلانو سره خبرې وکړې.  

ویل کېږي چې د داسې لیدنو ترسره کول، نه یوازې د محصلینو علمي پوهه پیاوړې کوي، بلکې د تعلیمي تجربو تبادله زیاتوي او د تحصیلي او علمي مؤسسو ترمنځ رغنده تعامل هڅوي.

د يادونې وړ ده، چې د علمي سفر پر مهال د يادې مدرسې فاضلانو ته د کابل طبي علومو پوهنتون کاتالوګونه، علمي طبي مجلې او د تدريسي روغتونونو د فعاليتونو او لاسته راوړنو بروشرونه هم توزیع شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۰:۳۲
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral Resection of the Prostate) په روش سره یې اندوسکوپیک جراحي عملیات په بریالیتوب

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند علي آباد تدریسي روغتون د یورولوژي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۶۰ کلن ناورغ چې د پروستات غده یې لویه شوې وه د - TURP (Transurethral. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۹:۱۰
Background image

BACK TO NEWS