د علمي او روزنیزو پروګرامونو په دوام د کابل طبي علومو پوهنتون یو شمېر محصلانو د علمي او څېړنیز سفر په ترڅ کې د پکتیا او خوست ولایتونو له پوهنتونونو او خوست ولایت جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۰:۱
د علمي او روزنیزو پروګرامونو په دوام د کابل طبي علومو پوهنتون یو شمېر محصلانو د علمي او څېړنیز سفر په ترڅ کې د پکتیا او خوست ولایتونو له پوهنتونونو او خوست ولایت جهادي مدرسې څخه لیدنه وکړه.

په دغه علمي سفر کې محصلانو د دواړو پوهنتونونو د طب له پوهنځیو څخه لیدنه وکړه او د یادو تحصیلي بنسټونو له روزنیز جوړښت، تدریس لارو چارو، مجهزو لابراتوارونو، کتابتونونو او علمي امکاناتو سره بلدتیا ترلاسه کړه. همدارنګه محصلانو د خوست شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون څخه هم لیدنه وکړه او د یاد روغتون روغتیايي او روزنیزو خدماتو وړاندې کېدو له بهیر سره بلدتیا ترلاسه کړه. 

له بلې خوا د کابل طبي علومو پوهنتون محصلانو د لومړي ځل لپاره د خوست ولایت جهادي مدرسې څخه هم لیدنه وکړه. دغه لیدنه د کابل طبي علومو پوهنتون او یادې مدرسې د فاضلانو تر منځ د لیدلوریو د تبادلې او اسلامي ټولنې د پراختیا په مسیر کې د دیني او عصري علومو د ارزښت په موخه ترسره شوه. 

د یادولو وړ ده چې دغه سفر نه یوازې د محصلانو د علمي او عملي پوهې زیاتوالي لپاره زمینه برابرونکی و؛ بلکې د تحصیلي بنسټونو تر منځ علمي او فرهنګي تعامل ته یې هم ځواکمنتیا ور وبخښله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS