د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له اداري کارمندانو څخه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په (اسلامي شریعت کې معاملات) تر عنوان لاندې دیني درسونو آزموینه د دغه پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په حضور واخیستل شوه.
دغه آزموینه په داسې حال کې ترسره شوه چې د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو په تېره ربعه کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د درسي نصاب او لوړو زده کړو وزارت په لارښوونه د دعوت او ارشاد آمریت له لوري په اسلامي شریعت کې د معاملاتو اړوند موضوعاتو په اړه معلومات او پوهه ترلاسه کړې وه.
د آزموینې په پای کې د دعوت او ارشاد آمریت مسوول مولوي ذبیح الله عابد له ټولو کارمندانو وغوښتل څو له دغه دیني موضوعاتو څخه په خپلو ورځینو چارو کې ګټه واخلي او نورو ته یې هم وښیي.
