...

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۸:۵۶
...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوت کې د جراحي او درملنې خدماتو د ودې او ښه والي په موخه د اکرمي خیریه بنسټ په همکارۍ د ۳۸۲ زره او اته سوه افغانیو په ارزښت دوه دانې د عملیات مېزونه او یو دانه د عملیات څراغ واخیستل شول. 

د یادولو وړ ده چې دغه ډول همکارۍ د تدریسي روغتونونو د ظرفیت لوړوالي په برخه کې مهمه ونډه لري او د معیاري طبي تجهیزاتو په چمتو کېدو سره د درملنې او روزنیزو خدماتو کیفیت هم لوړېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۵
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ پيل کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند څېړنو او علمي مجلې معاونیت د استادانو او د ماسټرۍ او تخصص پروګرامونو محصلانو د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د SPSS سافټویر روزنیز ورکشاپ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۵۰
Background image

د لوړو وزده کړو وزارت د محصلانو چارو معین شیخ عبدالله سیحان په مشرۍ د دغه وزارت هئیت د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» له درسي بهیر څخه نظارت او لیدنه وکړه. 

د دغه لیدنې پر مهال  یاد هیئت له درسي ټولګیو څخه لیدنه وکړه او د روزنیزو پروګرامونو د پر مخ بېولو څرنګوالي، استادانو له لوري د تدریس لارې چارې او د درسونو د وړاندې کېدو کیفیت ارزونه یې. . .

BACK TO NEWS