د سترګو په تدريسي روغتون کې د عينکو جوړولو څانګې په کار پیل وکړ

IT_Director
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۳:۵۶
بخش عینک سازی در شفاخانه کادری چشم به فعالیت آغاز کرد

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سترګو په  تدریسي روغتون کې د سترګو ناروغیو د درملنې ترڅنګ، په دې وروستیو کې مراجعینو ته د لا آسانتیاو برابرولو په موخه د عینکو جوړولو څانګه جوړه کړې او له یوې میاشتې راهیسې فعالیت کوي.

د سترګو تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد بشیر عثماني وایي؛ چې د دې څانګې د جوړېدو موخه مراجعینو ته آسانتیا او روغتون ته د عوایدو زیاتوالی دئ. دی وایي؛ چې وړاندې تر دې په رغتون کې د عینک جوړول کومه څانګه نه وه، او د یو کال هڅو او کوښښونو په نتیجه کې دا څنګه فعاله او اوس مهال د ناروغانو لپاره خدمات وړاندې کوي.

د عینک جوړونې څانګې د مشر په وينا، د دې څانګې په فعالېدو سره ناروغانو ته ډېرې آسانتياوې برابرې شوې دي، او هره ورځ شاوخوا شل کسان د عینکو اخیستلو لپاره مراجعه کوي.

همداراز هغه ناروغان چې دغه روغتون ته مراجعه کوي د عینکو جوړولو د څانګې په فعالولو خوښي څرګندوي او دا یو ښه اقدام بولي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې په دغه روغتون کې د لس ميليونه افغانيو په ارزښت يو شمېر پرمختللي طبي وسايل واخيستل شول، چې د سترګو په ليزري عملياتو او نورو بېلابېلو څانګو کې ترې کار اخيستل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS