د زړه تلویزیوني معایناتو ٢٠٢٣ ماډل ایکوکاردیوګرافي ماشین د زړه، سينې او رګونو ناروغیو انسټیتیوت ته وسپارل شو!

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۱۸ - ۱۳:۰
دستګاه معاینات تلویزیونی قلب، ایکوکاردیوگرافی مودل ۲۰۲۳ به انستیتیوت امراض صدری و قلبی وعایی سپرده شد!

د ایکو کاردیوګرافي پرمختللی ۲۰۲۳ نوی ماډل ماشین چې د ډېرو بهرنیو هېوادونو په روغتونونو کې د زړه په تلویزیوني معایناتو کې کارول کیږي، د آلمان‏مېشته افغان رضاکارو مېرمنو ټولنې لخوا د یونېن اېډ موسسې په همکارۍ د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د صدري او قلبي وعایي ناروغیو په انسټيټیوټ کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم او د دغه انسټيټيوټ رئیس سربېره د یونین اېډ موسسې او آلمان‏مېشته افغان رضاکارو مېرمنو ټولنې استازو هم حضور درلود، دغه انسټيټیوټ ته د زړه ناروغیو د لا ښه تشخیص او معایناتو په موخه د مرستې په توګه وسپارل شو.
په دې مراسمو کې د دغه انستیتیوت رئیس ډاکټر عبدالکبیر د زړه ناروغیو د ښه تشخیص لپاره د ایکو کاردیوګرافي ماشین له مرستې څخه مننه وکړه او له دغه خیریه بنسټونو څخه یې د یاد انسټيټيوټ د لا ښه تجهیز او تمویل په موخه د داډول مرستو د دوام غوښتنه وکړه.
د یونین اېډ موسسې اجرائیوي رئیس او د افغان رضا کارو مېرمنو ټولنې استازې ژمنه وکړه چې د روغتیا په برخه کې له دغه انسټيټیوټ سره به د افغانستان حکومت د پالیسۍ مطابق خپلې مرستې او همکارۍ ته چې لازم وي، دوام ورکوي.
 د یاد انسټيټیوټ ډاکټران د دې ماشین له مرسته کولو د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، چې دغه ماشین به د زړه ناروغیو په ښه تشخیص او معایناتو کې ډېره مرسته وکړي.
د یادونې وړ ده چې په صدري او قلبي، وعایي ناروغیو انسټيټیوټ کې د زړه څو خلاص بریالي عملیاتونه ترسره شوي چې د د غه ماشین په مرستې سره به د زړه علمیاتونو او معایناتو په برخه کې لا زیاتې آسانتیاوې او مثبت بدلونونه رامنځته شي.
 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS