PastShow all

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۵:۲۹
Background image

....

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند سترګو تدریسي روغتون د سترګو ډيپارټمنټ علمي کادر غړیو به تېرو دریو کلونو کې څلور عنوانه تخصصي کتابونه ژباړلي او ۱۶ علمي مقالې یې لیکلي دي چې له ډلې یې څلور. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري د بېلابېلو پوهنځیو استادانو لپاره د «څېړنو لارې چارې» تر عنوان لاندې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو. 

دغه پروګرام د استادانو د علمي کچې لوړوالي او ځواکمنتیا په موخه جوړ شوی چې د علمي څېړنو پړاوونه او اصول، پروپوزل جوړونې، معلوماتو راټولونې او تحلیل لارې چارې، علمي مقالو لیکنې او په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۴:۱۱
Background image

د روغتیايي موسسو چارو مرستیال ډاکټر محمد هاشم ځاځي په مشرۍ د معاونیت او تدریسي روغتونونو د رئیسانو د دندو لایحو بیا کتنې او روغتونونو د اړتیاوو ارزونې په موخه ناسته ترسره شوه.  

 په دغه ناسته کې د کاري بهیر ښه والي لپاره  د دندو په لایحو کې د اصلاحاتو او نوي کېدو، روغتیايي خدماتو کیفیت لوړوالي، روغتونونو د اړتیاوو د حل او کتنې او تدارکاتي مسایلو په اړه بحث او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۳۹
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري معاون مولوی عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د دغه پوهنتون او اړوندو تدریسي روغتونونو د مالي او اداري برخې مسوولینو په ګډون د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو د تشریح په موخه ناسته ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د امیرالمؤمنین (حفظه‌الله) د فرامینو له ډلې لس فرامین قرائت او په اړه یې مالي او اداري معاون د اداري او ټولنیز چاپیریال له شرایطو سره برابر هراړخیز توضیحات وړاندې کړل.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۳۷
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون کارمندانو د دیني پوهې د کچې لوړولو او لا زیاتې بلدتیا په موخه د «امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون» مضمون او د ناسمو رواجونو له منځه وړلو او اسلامي کلتور د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۲ - ۱۲:۳۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ او د دغه شورا غړیو په حضور د اداري شورا غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې د مالي او تدارکاتي موضوعاتو په اړه د امیرالمؤمنین(حفظه الله) د فرمان، بودیجې د مصرف څرنګوالي، کلنیو او عملیاتي پلانونو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۵
Background image

کابل طبي علومو پوهنتون او اړوند تدریسي روغتونونو د روان کال غبرګولي په میاشت کې ۲ میلیونه او ۹۰۰ زره افغانۍ عواید راټول کړي. 

د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس دغه عواید په تدریسي روغتونونو کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کېدو، روزنیزو فعالیتونو او نورو رسمي سرچینو له لارې لاسته راغلي دي.

دغه عواید د روزنیز ظرفیت. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د میوند تدریسي روغتون مسولینو له لوري د وړاندې شویو شمېرو پر اساس د غبرګولي په میاشت کې دغه روغتون توانېدلی چې ۱۸ زره ۶۹۹ تنه ناروغانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي.

په دغه شمېر کې د ۱۷۰ تنه ناروغانو لوی جراحي عملیاتونه ترسره شوي چې د روغتون د جراحي برخې د پراخ فعالیت او ناروغانو ته د رسېدنې په برخه کې د روغتیايي کادر د دوامداره هڅو څرګندویي کوي. 

. . .
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت یو ۲۵ کلن ځوان چې له دوو میاشتو راهیسې د شدید سردرد، سترګو کمزورتیا، کيڼ لاس اوپښې له کمزورتیا څخه کړېده؛ په علي آباد تدریسي روغتون کې د اعصابو جراحي ډيپارټمنټ متخصصانو ټيم له لوري یې بریالی جراحي عملیات ترسره شو.

له بشپړ معایناتو وروسته متخصصو ډاکټرانو وموندله چې د ناروغ په مغز کې یو لوی تومور شتون لري. د روغتیایي مسوولینو په وینا، څو نور روغتونونه د دغه تومور د وضعیت پېچلتیا له امله د عملیاتو. . .

Pagination