PastShow all

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۱۱:۳۹
Background image

دغه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال استاد حمیدالله عابد په مشرۍ د پوهنځیو رئیسانو او تدریسي مدیرانو په حضور د دعوت او ارشاد آمریت په همغږۍ د دیني عالمانو له لوري محصلانو ته د دیني درسونو وړاندې کولو، تطبیق او تنظیم په موخه ترسره شوه.

همدارنګه په یاده ناسته کې د نظم او دسپلین ځواکمنتیا، حاضرۍ، د محصلانو منظم والي(سپينو چپنو او هویت کارت) درلودلو، او د محصلانوچارو د لاښه والي لپاره د همغږۍ رامنځته کولو په اړه خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۵۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون څېړنو او علمي مجلې معاونیت له لوري په میوند تدریسي روغتون کې د « څېړنې لارو چارو» دوه ورځنی روزنیز ورکشاپ د دغه روغتون روغتیايي کارمندانو، استادانو او ټرېني ډاکټرانو په حضور سره پیل کړ.    

د دغه پروګرام موخه په تدریسي روغتونونو کې د روغتیايي څېړنو ځواکمنتیا او د روغتیايي کارکوونکو علمي او څېړنیز ظرفیت لوړوالی ښودل شوی دی. 

د یادولو وړ ده چې دا پروګرام په هېواد کې د طبي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۵۴
Background image

نن دو شنبه د روان کال د غبرګولي میاشتې پر ۵ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت په هڅو سره د دغه پوهنتون محصلانو ته د هېواد جیدو علمای کرامو لخوا د دیني اصلاحي سیمینارونو لړی بیا پيل شوه.

د دغه دیني اصلاحي سیمینارونو په لړ کې لومړۍ سیمینار د نرسنګ او عامې روغتیا پوهنځيو محصلانو ته وړاندې شو چې د محصلانو سربېره د پوهنتون رهبري او د اړوندو پوهنځيو یو شمېر استادانو، اداري. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۱:۴۳
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند د سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټيوټ د تخصصي روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په چوکاټ کې د روان کال د غويي میاشتې په اوږدو کې د ۲۶ جراحي عملیاتونو په ترسره کولو بریالی شوی دی.

د یاد انسټېټیوټ مسوولینو له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر بنسټ د دغه عملیاتونو له ډلې ۱۱ یې لوی او ۱۵ نور یې د زړه او رګونو په بېلابېلو برخو کې تخصصي عملیاتونه دي چې په بریالي ډول. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۶
Background image

د ۱۴۰۴ هـ ش کال د (وري او غویي) میاشتو په لړ کې د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون د ژامې جراحي ډيپارټمنټ په عمومي انستیزي سره ۶۰ لوی او په موضعي انستیزي سره ۱۵ کوچني عملیاتونه بریالي ترسره کړي دي.

دغه عملیاتونه د متخصصو ډاکټرانو ټیم له لوري تر سره شوي او ناروغان د یاد روغتون له کیفیت لرونکو او تخصصي خدماتو څخه برخمن شوي دي.

د یادولو وړ ده چې دغه لاسته راوړنې محصلانو ته د علمي او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۱۱:۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له استازو سره لیدنه وکړه. دغه ناسته د دوه اړخیزو همکاریو پراخوالي په ځانګړي ډول د سرطاني ناروغیو د درملنې په برخه کې د ظرفیت جوړونې په موخه ترسره شوه. 

په دغه لیدنه کې د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د علمي او تخنیکي ظرفیت لوړونې لپاره د مناسبو فرصتونو زمینې برابرولو د اهمیت په اړه خبرې وکړې او د طبي وسایلو مرستې او ظرفیت لوړونې په برخه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۸ - ۱۳:۶
Background image

...

د کابل طبي علوو پوهنتون اړوند ستوماتولوژي تدریسي روغتون په طبي وسایلو او مصرفي موادو له سمبالېدو وروسته او همدا رنګه د پروستودنتیکس ډيپارټمنټ د هڅو له امله د دې میاشتې په لړ کې شاوخوا. . .

Pagination