د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند تدریسي روغتونونو له ۱۲۳ مسلکي اعلان شویو بستونو څخه د فارمسست، لابرانت او نرسنګ بستونو برخو کې له کامیاب شویو کسانو چې د حضوري مصاحبې لپاره پر شرایطو برابر ګنل شوي وو؛ د موظف کمېټې له لوري کاري مصاحبه ترسره شوه.

IT_Director
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۹ - ۹:۳۷
sa

دغه بستونو ته موده مخکې له شاخوا ۷۰۰ کسانو څخه تحریري آزموینه واخیستل شوه چې د همدغې اونۍ په لومړیو کې یې پایلې معلومې او د دغه درېیو برخو لپاره ۲۹ کسان د حضوري مصاحبې لپاره پر شرایطو برابر وګنل شول.

د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري د اهلیت پر اساس کار اهل کار ته د سپارلو اصل ته ژمن دي؛ ځکه د شفافیت رامنځته کولو په موخه په مسلکي بستونو کې د تقرر پر مهال د تحریري آزموینې سربېره له نوماندانو سره مخامخ مصاحبه هم ترسره کوي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۹:۰
Background image

آمریت ارتباط و آگاهی عامه (نشرات) پوهنتون علوم طبی کابل به منظور آگاهی‌دهی و ترویج ارزش‌های دینی، یک بروشر معلوماتی در مورد ماه مبارک رمضان تهیه و توزیع کرده است. 

آمریت ارتباط و آگاهی عامه (نشرات) پوهنتون علوم طبی کابل به منظور آگاهی‌دهی و ترویج ارزش‌های دینی، یک بروشر معلوماتی در مورد ماه مبارک رمضان تهیه و توزیع کرده است. 

این بروشر حاوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۸:۵۶
Background image

مشاور و شماری از رئیسان معینیت مالی و اداری وزارت تحصیلات عالی کشور به منظور ارزیابی روند کاری معاونیت مالی و اداری پوهنتون و آمریت های مربوطه آن، از پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» بازدید کرد. 

این هیئت در جریان سفر کاری خویش با معاون مالی و اداری پوهنتون، مسئولان آمریت‌های ارتباط و آگاهی عامه(نشرات)، تدارکات، مالی، امور کارکنان و سایر بخش‌های مربوطه نشست‌های جداگانه برگزار. . .

BACK TO NEWS