د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او  اداري چارو مرستیال په مشرۍ د چارو د ښه والي او لاښې همغږۍ په موخه ناسته تر سره شوه

IT_Director
دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱ - ۱۵:۲۰
د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او  اداري چارو مرستیال په مشرۍ د چارو د ښه والي او لاښې همغږۍ په موخه ناسته تر سره شوه

نن دوشنبه د روان کال زمري  میاشتې پر لومړۍ نېټه د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون او اړوندو تدريسي روغتونونو د مالي او اداري آمریتونو او مدیریتونو سره د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه ناسته وشوه.

دغه غونډه د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه چې په سر کې مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبد الرحمن مرحوم صاحب د پوهنتون او اړوندو روغتونونو مالي او اداري کارمندانو ته د خپلو چارو په ښه تر سره کولو، په جماعت سره د لمانځه اداء کولو، د دعوت او ارشاد په دیني او اصلاحي درسونو کې د ګډون، په پوهنتون او ځانګړي ډول روغتونونو کې د نظافت او پاکوالي، د کارمندانو له لوري د چارو د نیمګړتیاوو پوره کولو د هدایتونو عملي کولو، هره میاشت معاونیت ته د خپل مالي او اداري راپور لېږلو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه سپارښتنې او ټينګار وشو.

همدا رنګه د مالي او اداري چارو مرستیال د هرې برخې مسوولین په خپلو چارو کې مکلف او مسوول و ګڼل او زیاته یې کړه چې په ښه ډول د چارو عملي کولو سره الله (ج) مسوول شخص ته په دنیا او آخرت کې اجر او ثواب نصیب کوي. مالي او اداري مرستیال وویل د روغتونونو ستونزې باید په رسمي ډول له پوهنتون سره شریکې او د حل لپاره یې پر وخت اقدامات تر سره شي.

په پای کې د ګډونوالو لخوا خپل نظرونه وړاندې او په اړه یې لازمې پرېکړې تر سره شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۹
Background image

شفاخانه تدریسی چشم پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا» در دو ربع نخست سال مالی ۱۴۰۵، شاهد افزایش شمار عملیات بوده است.

بر اساس آمار ارائه‌شده از سوی این شفاخانه، در دو ربع نخست سال مالی ۱۴۰۵، مجموعاً ۱٬۲۲۳ عملیات در این شفاخانه انجام شده است؛ در حالی‌که در دو ربع اخیر سال مالی ۱۴۰۴، شمار عملیات انجام. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۴:۹
Background image

.

دیپارتمنت جراحی عاجل و تروما شفاخانه تدریسی علی‌آباد پوهنتون علوم طبی کابل «ابوعلی ابن‌سینا»، پس از انجام معاینات لازم و تشخیص توده در سر پانکراس (Pancreatic Head Mass)، عمل جراحی تخصصی. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۰
Background image

این سمینار با حضور شماری از هیئت رهبری پوهنتون، محصلان، استادان و کارمندان با هدف ارتقای آگاهی و شناخت بیشتر از پوهنحی طب برگزار شد.

در آغاز سمینار، الحاج شیخ‌الحدیث مفتی احسان‌الله ابوالفیضان، رئیس پوهنتون علوم طبی کابل، درباره ارزش علم و جایگاه علم طبابت در حفظ و بهبود زندگی انسان صحبت کرد. وی همچنان به نقش. . .

BACK TO NEWS