د ښې همغږۍ په موخه د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له آمرینو سره د مالي او اداري چارو معاونیت ناسته تر سره شوه.

IT_Director
Sat, Sep 09 2023 9:11 AM
جلسه معاونیت مالی و اداری به هدف هماهنګی بیشتر با آمرین پوهنتون و شفاخانه های کادری برگزار شد

د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د پوهنتون او تدریسي روغتونونو له آمرینو سره د پوهنتون او تدریسی روغتونونو د مالي او اداري ستونزو د حل په موخه ناسته ترسره شوه. غونډه د اړیکو او عامه پوهاوي آمر صبغت الله سجاد د قرآنکریم په تلاوت سره پیل کړه او په دوام یې مولوی عبدالرحمن مرحوم په غونډه کې حاضرو آمرینو ته د کارونو د ښه تنظیم په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. وروسته د پوهنتون او تدریسي روغتونونو آمرینو د پلان مطابق د فعالیتونو او لاسته راوړنو راپور وړاندې کړ. 

همداراز د غونډې په دوهمه برخه کې د ارزاقو کمېټې چې د روغتونونو د ارتزاقی توکو د بررسۍ په خاطر ټاکل شوې وه خپل راپور واړندې کړ چې د راپور مطابق د مربوطه روغتونونو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وشوې ترڅو راتلونکي کې موجوده ستوزنې حل او کارونه لا ښه شي.

د غوندې په جریان کې د پروژو او قراردادونو چټک ترتیب او پلي کولو، د بودیجې زیاتوالي، د آمریتونو په کچه د چارو د ښه والي په موخه کاری نوي طرزالعملونو جوړول، د اړتیا په صورت کې د پوهنتون او تدریسي روغتونونو د نویو پروژو بررسي او عاجل برآورد، د پوهنتون ښځینه تعمیر او په نسایي ولادي روغتون کې د امنیتي کمرو ژر تر ژره نصب، په اړه هر اړخیز بحث وشو چې تر بحث وروسته لازمې پرېکړې وینول شوې او مسوول کسانو ته لازم مسوولیتونه وسپارل شول

Latest news

BACK TO NEWS