د کابل طبي علومو پوهنتون د تغذي ماسټري پروګرام د لومړنۍ دورې درسونه پیل شول

IT_Director
Sun, Mar 24 2024 10:01 AM
آغاز دروس اولین دور برنامه ماستری تغذی در پوهنتون علوم طبی کابل

نن شنبه د ۱۴۰۳هـ ش کال د وري میاشتې پر ۴ مه د کابل طبي علومو پوهنتون د تغذي ماسټري پروګرام د لومړي دورې درسونه  پیل شول. 

دغه پروګرام  د ۳۰ تنو محصلانو په ګډون چې د ۱۴۰۲هـ ش کال د سلواغې پر ۴مه نېټه د رقابتي آزموینې له لارې په بریالي ډول سره لار پیدا کړې وه  پیل شو. 

د تغذي ماسټري دغه پروګرام په داسې حال کې پیل کېږي چې کابل طبي علومو پوهنتون مخکې د عامې روغتیا ماسټري پروګرام هم درلوده چې تر اوسه یې ۶ دورې محصلان فارغ کړي دي.