د علي آباد تدریسي روغتون روغتیایي کارکونکیو ته د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو لخوا ۱۰ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

IT_Director
Mon, Oct 28 2024 8:50 AM
د علي آباد تدریسي روغتون روغتیایي کارکونکیو ته د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو لخوا ۱۰ ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند علي آباد تدریسي روغتون د انستیزي، داخلې جراحي، نرسنګ او جدي څارنې(ICU) په برخو کې د روغتیایي کارکونکیو د ظرفیت لوړونې په موخه د کاناډا هېواد ډاکټرانو او متخصصانو  په همکارۍ روزنیز پروګرام پیل کړ چې ۱۰ ورځې به دوام ولري.
 
په دغه پروګرام کې به روغتیایي کارمندانو ته د لویو کولمو د سرطان جراحي، د مرۍکم اغېز جراحي، د D2  دیسکشن کم اغېز ګاسټرکتومي جراحي، د ازوفاګکتومي لپاره بېهوښي، له عملیات وروسته د ازوفاګکتومي ناروغانو جدي څارنې او مراقبتونو د مدیریت په اړه د کاناډا هېواد اووه تنه ډاکټرانو او متخصصانو له لوري روزنه ورکول کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې په همدې موخه  تېره اوونۍ د روغتونونو ۵۰۰ روغتیایي کارکونکیو ته د دغه ډاکټرانو او متخصانو له لوري د هاضمې سیستم سرطانونو سپوزیم هم وړاندې شوی و.

Latest news

BACK TO NEWS