د لوړو زده کړو وزارت د پرېکړې پر اساس حمید الله عابد د کابل طبي علومو پوهنتون د محصلانو چارو د نوي مرستیال په توګه د یاد پوهنتون رهبري او لوړو زده کړو وزارت هیئت له لوري په رسمي ډول معرفي او په کار یې پیل وکړ. 

IT_Director
Thu, Jan 16 2025 11:11 AM
حمیدالله عابد بنابر تصمیم وزارت تحصیلات عالی به عنوان معاون جدید امور محصلان پوهنتون علوم طبی کابل رسماْ از سوی هیئت رهبری این پوهنتون معرفی و به کار خود آغاز کرد.

د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس د محصلانو چارو د مخکني مرستیال استاد عطاءالله فیضي له هڅو ستاینه وکړه او د محصلانو چارو نوي مرستیال ته يې د برياليتوب هيله وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د محصلانو لپاره د اغېزناکو خدمتونو په وړاندې کولو کې زموږ ټوله رهبري درسره اوږه په اوږه ولاړه ده.
د محصلانو چارو مرستیال د مسؤولینو له باور څخه په مننې د محصلانو لپاره د غوره خدمتونو  وړاندې کولو ډاډ ورکړ.

د یادولو وړ ده چې حمیدالله عابد د کابل پوهنتون څخه په عصري علومو کې د ماسټرۍ سند لري.

Latest news

BACK TO NEWS