...

IT_Director
Sun, Jul 27 2025 9:50 AM
به سلسله‌ی برگزاری امتحانات دروس دینی از کارمندان پوهنتون علوم طبی کابل و شفاخانه‌های تدریسی، این‌بار امتحان دروس دینی از کارمندان شفاخانه تدریسی ستوماتولوژی اخذ شد. این برنامه بر اساس هدایات رهبری پوهنتون و با حضور رئیس دعوت و ارشاد وزارت تحصیلات عالی برگزار گردید.

د کابل طبي علومو پوهنتون او تدریسي روغتونونو له کارمندانو څخه د دیني درسونو د آزموینو په داوم دا ځل د ستوماتولوژي تدریسي روغتون د کارمندانو څخه د پوهنتون رهبرۍ د هدایت پر اساس او د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئيس په حضور د دینې درسونو آزموینه واخیستل شوه.
 
د آزموینې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت په خپله وینا کې د اسلام له نظره د علم او پوهې پر ارزښت د ټینګار تر څنګ د امرباالمعروف او نهی عن المنکر لوړ مقام یادونه وکړه. نوموړي څرګنده کړه چې په روزنیز چاپېریال کې د دیني روزنو عملي کول د ټولنې په اصلاح او اسلامي اخلاقو په وده کې مهمه ونډه لري.

د دغه آزموینو موخه د کارمندانو دیني معلوماتو کچې لوړول او په کاري چاپېریال کې د اسلامي ارزښتونو ټینګښت دی.

Latest news

BACK TO NEWS