د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۲ کلن ناروغ د کيڼ لاس پرې شوې عصبي ريښې بیا ځل تړلو او ترمیم جراحي بریالی عملیات ترسره کړ. 

IT_Director
Sat, Jan 31 2026 9:36 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټرانو د یو ۳۲ کلن ناروغ د کيڼ لاس پرې شوې عصبي ريښې بیا ځل تړلو او ترمیم جراحي بریالی عملیات ترسره کړ. 

د دغه ډيپارټمنټ غړی ډاکټر فهیم فهام وايي ناروغ د لاس له څنګل څخه تر ګوتو پورې  د حس نشتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې د ناروغۍ مخینې له کتنې، فزیکي او تشخیصیه معایناتو وروسته یې د شیشې په وسیله د څنګل په برخه کې د عصبي ريښې پرې کېدل تثبیت او د عصب د بیا تړلو جراحي عملیات یې بریالی ترسره شو.

د یادولو وړ ده چې د ناروغ وضعیت د ډاډ وړ دی او له عملیات وروسته مراقبتونو او درملنې په موخه بستر شوی دی.

Latest news

BACK TO NEWS