د کابل طبي علومو پوهنتون د قلبي، صدري او عایي ناروغیو انستیتیوت رئيس معرفي شو.

IT_Director
Tue, Feb 08 2022 9:20 AM
د کابل طبي علومو پوهنتون د قلبي، صدري او عایي ناروغیو انستیتیوت رئيس معرفي شو.

سه شنبه ۱۲سلواغه ۱۴۰۰

ښاغلی داکتر عبدالمطلب شینواری د قلبي، صدري او عایي ناروغیو انستیتیوت د رئیس په توګه د طبي علومو پوهنتون د رئیس ښاغلي داکتر فضل الرحمن رحماني له خوا رسماً د دغه انستیتیوت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د کابل د طبي علومو پوهنتون ابو علي ابن سینا رئيس د یاد انسټيټيوټ رئيس ته د موفقیت ترڅنګ د زړه مرکز د روغتيا په برخه کې مهم وباله او د دغه انستیتیوت او روغتون له ټولو روغتيايي او اداري کارکوونکو څخه يې وغوښتل، چې د دغه انستیتیوت د لا ښه والي په موخه دې ناروغانو او دغه مرکز ته غوره روغتیایي خدمات وړاندی کړي او له هیڅ ډول هڅو څخه دې دریغ نه کوي.

د زړه د ناروغيو د انسټيټيوټ رئيس ښاغلي عبدالمطلب د پوهنتون د مشرتابه له باور څخه مننه وکړه او د روغتون د پرمختګ او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يې د خپلو دندو او مسووليتونو ډاډ ورکړ.

Latest news

BACK TO NEWS