شنبه د ۱۴۴۴هـ ق کال د شعبان المعظم میاشتې پر ۱۱ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون د علي آباد په تدریسي روغتون کې د دغه روغتون د ډیپارټمېنټونو شفانو او فعالو کمېټو لپاره د ژمنتیا په اړه د پوهاوي ورکشاپ جوړ شو.

IT_Director
Sun, Mar 05 2023 2:10 PM
ورکشاپ آگاهی‌دهی و تعهدپذیری روز شنبه ۱۱ شعبان المعظم ۱۴۴۴در شفاخانه تدریسی علی آباد پوهنتون علوم طبی کابل برای شف دیپارتمنت‌ها و کمیته‌های فعال آن شفاخانه تدویر شد.

د دې ورکشاپ موخه د مدیریتي سیسټم پیاوړتیا او اهمیت په اړه د ګډونوالو د پوهاوي او پیژندګلوۍ لوړول او د کیفیت فرهنګ ته وده ورکول دي. دغه ورکشاپ، چې د يادې ادارې د تضمين کيفيت کمېټې لخوا جوړ شوی، درې ورځې به دوام وکړي او د يادې کمېټې يو تن غړى به د روزونکي په توګه ګډونوالو ته د يادو موضوعاتو په اړه معلومات ورکړي.

د یادونې وړ ده، چې یاد ورکشاپ به نظري او عملي اړخونه ولري.

Latest news

BACK TO NEWS