په پوهنتون او روغتونونو کې د تدارکاتي پروژو د بر رسي او د بودیجې موثر لګښت په موخه د هماهنګۍ جلسه تر سره شوه
دغه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون رئيس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني په مشرۍ او د مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم، روغتونونو رئيسانو او پوهنتون د آمرینو په ګډون تر سره شوه، او د ۱۴۰۲ لمریز کال د مصرفي بودیجې د لګښت څرنګوالي، د تدارکاتي او حفط و مراقبت پروژو وضعیت د بر رسۍ په اړه بحث او تبادل نظر وشو.
د پوهنتون رئیس پوهنیار رحماني د خدماتي څانګو مسولینو ته لار ښوونه وکړه چې ژر تر ژره د حفظ او مراقبت د هغه پروژو بشپړ لېست چې اړینې دي تر تیب کړي تر څو د موثریت او لومړیتوب په نظر کې نیولوسره یې د اړتیا وړ بودیجه ولګول شي او ټینګار یې وکړ چې د مصرفي بودیجې څخه سمه او موثره ګټه واخیستل شي.
په دغه ناسته کې د پوهنتون د تدارکاتي بهیر پر ځینو ستونزو هم خبرې وشوې او پرېکړه وشوه چې د تدارکاتي پروژو پر عملي کولو کې لا زیاته هڅه وشي.
