د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سینې، زړه او رګونو ناروغیو انسټېټیوټ له لوري په ۱۴۰۴ کال کې د روغتیايي خدماتو وړاندې کېدو له امله ۱ میلیون او ۹۹۲ زره افغانۍ عواید را ټول شوي دي.
د وړاندې شوي راپور له مخې دغه عواید د تشخیصیه خدماتو، درملنې او د سینې، زړه او رګونو ناروغیو لرونکو ناروغانو د تخصصي مراقبتونو له لارې تر لاسه شوي دي.
د یادولو وړ ده چې د یاد انسټېټیوټ رهبري هڅه کوي چې د روغتیايي خدماتو کچه په معیاري او تخصصي ډول لوړه کړي څو دغه خدماتو ته د ډېرو ناروغانو د لاسرسي زمینه برابره شي.
