د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د اداري کارمندانو د دیني درسونو د آزموینې پایلو د اعلان غونډه د دغه پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په حضور ترسره شوه. په دغه ناسته کې هغه کارمندان چې لوړې نمرې یې ترلا
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د اداري کارمندانو د دیني درسونو د آزموینې پایلو د اعلان غونډه د دغه پوهنتون رهبري هیئت یو شمېر غړیو او لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس په حضور ترسره شوه. په دغه ناسته کې هغه کارمندان چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې وستایل شول.
په یاده غونډه کې د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم د کارمندانو لپاره د دیني درسونو وړاندې کېدل د دنیوي او اخروي ژوند بریالیتوب لپاره مهم وبلل او د دیني درسونو پروګرامونو پر دوام یې ټینګار وکړ.
همدا رنګه د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ الحدیث مولوي حکمت الله حکمت د ایمان، نېک عمل، امربالمعروف ونهی عن المنکر او صبر په اړه وینا وکړه او د دغه اصولو د ونډې اهمیت یې د ټولنې او فردي اصلاح لپاره مهم وباله.
د غونډې په دوام د کابل طبي علومو پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي بشیر احمد صهیب د اطاعت اهمیت، د اسلام له نظره د سیرت او صورت څرنګوالي په اړه خبرې وکړې او کارمندان یې په ورځني ژوند کې د اسلامي اصولو مراعاتولو ته وهڅول.
په پای کې هغه کارمندانو ته چې په دغه آزموینه کې یې لوړې نمرې ترلاسه کړې وې ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.
