د شهر آرا سترګو او نسایي ولادي تدریسي روغتونونو کارکونکو ته له اداري فساد سره د مبارزې او ښه نظم او ډیسپلین مراعتولو په موخه غونډه تر سره شوه

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۵/۶ - ۱۵:۳۰
د شهر آرا سترګو او نسایي ولادي تدریسي روغتونونو کارکونکو ته له اداري فساد سره د مبارزې او ښه نظم او ډیسپلین مراعتولو په موخه غونډه تر سره شوه

د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي او اداري مرستیال محترم مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ د شهرآرا سترګو او نسایي ولادي تدریسي روغتونونو کارکونکو ته له اداري فساد سره د مبارزې او په چارو کې د اخلاص په موخه یوه ورځنۍ اصلاحي ناسته تر سره شوه.

غونډه د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه په پیل کې مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه هدایتونه او لارښوونې لکه: په روغتونونو کې د اداري چارو تر څنګ په جماعت سره د لمانځه پابندي، د دعوت او ارشاد مسوولینو له لوري په دیني درسونو کې ګډون، د روغتونونو هر اړخیز نظافت او پاکوالی، په مالي چارو کې دقت، پر وخت د اسنادو (مکتوب، پېشنهاد ...) طی مراحل کول، د اوامرو منل، له مراجعینو سره ښه سلوک، د ادارو ښه مدیریت، د حاضرۍ پابندي او یو شمېر نورو مهم موضوعات د دغه روغتون له مسوولینو او کارکونکو سره شریک کړل او له هغوی یې وغوښتل چې په دغه برخو کې پوره توجه وکړي.

د کابل طبي علومو پوهنتون د ارشاد او دعوت آمر مولوي حبیب الله حماد د یاد روغتون کارمندانو ته په خپله وینا کې وویل: چې دنده تر سره کول یو امانت دی او دغه امانت باید په پوره همغږۍ، همکارۍ ښه نیت او اخلاص سره تر سره شي. همدا رنګه نوموړي زیاته کړه چې په روغتونونو کې د اختلاط موضوع ته هم باید جدي پاملرنه وشي.

د سترګو تدریسي روغتون رئیس ډاکټر محمد بشیر عثماني د ښه راغلاست تر څنګ د کابل طبي علومو پوهنتون د مالي اواداري چارو معاونیت له لوري د روغتونونو له کارکونکو سره د دغه ډول جلسو تر سره کول مهم وبلل او ډاډ یې ور کړ چې د یادو موضوعاتو په عملي کولو کې به پوره هڅه کوي.

د یادولو وړ ده چې تر جلسې وروسته د مالي او ادري چارو مرستیال او ورسره پلاوي د روغتون له بېلا بېلو برخو څخه ليدنه وکړه او په ځینو برخو کې د موجوده ستونزو  په اړه یې مسوولینو ته لارښوونې او سپارښتنې هم وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS