د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون او زاول د لوړو زده‌کړو مؤسسې تر منځ هوکړه لیک

IT_Director
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۱۱ - ۱۰:۷
تفاهم نامه

دا هوکړه لیک چې د ۱۳۹۸ لمریز کال د لیندۍ (قوس) میاشتې په ۲یمه نېټه د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون په ریاست کې امضا شوه، د هوکړې د امضا کولو په دې ناسته کې د کابل ابوعلي ابن سینا طبي علومو پوهنتون له لوري د دې پوهنتون رییس ښاغلي پوهاند ډاکتر وحیدالله مومند او د علمي چارو معاون ښاغلي پوهاند ډاکتر نجیب‌الله امرخیل او د زاول د لوړو زده‌کړو موسسې له لوري د دې مؤسسې رییس ښاغلي ډاکتر عبدالقوي اشعه او د یادې مؤسسې علمي معاون ښاغلي ډاکتر حمیدالله سلجوقي ګډون درلود.
دا هوکړه لیک به د پینځه کلونو لپاره د اعتبار وړ وي او تر ټولو اساسي موخه به یې هم د ګډو علمي فعالیتونو ترسره کول او د مسلکي زده‌کړو د بهیر وده او لا غوره والی وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS