په هېواد کې د سرطان ناروغیو د زیاتوالي په اړه د څېړنیز راپور چمتو کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲۶ - ۱۱:۱۷
په هېواد کې د سرطان ناروغیو د زیاتوالي په اړه د څېړنیز راپور چمتو کولو په موخه ناسته ترسره شوه.

نن چهار شنبه د ۱۴۰۰ کال د کب 25 مه د کیمیاوي وړانګو د اغیزو او په افغانستان کې د تیرو شلو کلونو جګړې او د بهرنیو اشغالګرو لخوا د بیلابیلو وسلو د کارونې په بهیر کې د سرطان له زیاتوالي سره د هغې د اړیکو په اړه د څیړنیز راپور د چمتو کولو په موخه د کابل د طبي علومو پوهنتون د رئیس پوهنیار ډاکټر فضل الرحمن رحماني، د علمي چارو مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخیل او د دغه پوهنتون د څانګو د غړو په ګډون غونډه جوړه شوه.

په دې ناسته کې د کابل د طبي علومو پوهنتون رئیس د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د یادې موضوع په اړه خبرې وکړې او دا څېړنه یې د افغانستان په اوسنيو شرايطو کې، چې د سرطان ناروغي په ډېرېدو ده، مهمه او ضروري وبلله.

د علمي چارو مرستیال پوهاند ډاکټر نجیب الله امرخیل هم په دي غونډه کې دبیلابیلو ابعادو په اړه خبرې وکړې، همدارنگه افغانستان کې دبیلابیلو وسلو داستعمال په اړه دڅیړنیز راپور دجوړولو په موخه دمناسبو حل لارو دترلاسه کولو په موخه هراړخیز بحثونه ترسره او لازم تصمیمونه ونیول شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS