د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د اداري او روغتیایي چارو د ښه‏ والي او تنظیم په موخه نظارت تر سره شو.

IT_Director
پنجشنبه ۱۴۰۲/۸/۴ - ۹:۵۲
د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د اداري او روغتیایي چارو د ښه‏ والي او تنظیم په موخه نظارت تر سره شو.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په مشرۍ یو پلاوي د دغه روغتون د اداري، خدماتي، تدارکاتي، د ترمیم پروژو د پیل، روغتیایي خدماتو وړاندې کولو او د چارو د تنظیم او ښه پرمختګ په موخه له میوند تدریسی روغتون څخه د یوې لیدنې په ترڅ کې نظارت او بررسي وکړه.

د میوند تدریسي روغتون رئيس ډاکټر نورستان شینواري د یادو برخو د فعالیتونو د تر سره کېدو په اړه معلومات وړاندې کړل او د روغتون دروازې او مخې ته لاس پلورونکیو او په شاوخوا ځایونو کې د قصابۍ دوکانونو د زیان، ګڼه ګوڼې او مزاحمت په اړه چې له ډېرو کلونو راهيسې په ناقانونه ډول په دغه ځای کې شتون لري هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

د یادولو وړ ده چې مالي او اداري مرستیال روغتون ته د شاوخوا لاس پلورونکیو او قصابانو د دوکانونو له امله د رامنځته شویو ستونزو په اړه د یاد روغتون د مسوولینو د نظریات له اورېدلو وروسته د دغه ستونزې د حل په برخه کې د روغتون مسوولینو ته د لازمو سپارښتنو ترڅنګ د حل ژمنه وکړه

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS