د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده څلورو تدریسي روغتونو د رنګمالۍ او ترمیم پروژې آفرونو پرانیستې غونډه تر سره شوه.

IT_Director
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۸:۲۸
د کابل طبي علومو پوهنتون او اړونده څلورو تدریسي روغتونو د رنګمالۍ او ترمیم پروژې آفرونو پرانیستې غونډه تر سره شوه.

نن پنجشنبه د روان کال زمري میاشتې پر ۱۱ مه نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن مرحوم په مشرۍ او د څارنې غړیو په حضور سره د یاد پوهنتون  او اړوندو څلورو تدریسي روغتونونو د ترمیم او رنګمالۍ پروژې د آفرونو پرانیستې ناسته پر شرایطو برابرو ګډون کوونکو شرکتونو استازو سره شوه.

د پوهنتون مالي او اداري مرستیال مولوي عبد الرحمن مرحوم په پیل کې د پوهنتون د تاریخي ارزښت او مخینې په اړه خبرې وکړې او له ګډون کوونکو شرکتونو یې وغوښتل څو تر بریا څخه وروسته هر ګټونکي شرکت د چارو ښه تر سره کولو اوصولو او د کیفیت لرونکو موادو کارولو او همدا رنګه په خپل وخت د پروژې چارو پای ته رسولو ته ژمن و اوسي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۱:۴۸
Background image

د کابل  طبي علومو پوهنتون ابوعلي ابن‌سینا  اړوند د علمي څېړنو معاونیت د استادانو د څېړنیز ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په دوام، د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ درېیم پړاو ترسره کړ.

په دې پړاو کې د کابل  طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو مرستیال، پوهاند دوکتور عزیزالرحمن نیازي، ګډونوالو ته (Cohort Studies)  او (Case-Control Studies)تر سرلیکونو لاندې موضوعات وړاندې کړل. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت کمېټې او روغتیا نړیوال سازمان دویمه ګډه ناسته د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» رئيس الحاج شیخ الحدیث مفتي احسان الله ابوالفیضان په مشرۍ د روغتیا نړیوال سازمان استازي De Lara Manuel په حضور ترسره شوه. 

دغه ناسته د علي آباد تدریسي روغتون د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې مرکز د اړتیا وړ طبي وسایلو د خریدارۍ څرنګوالي په اړه د بحث او نظرونو د تبادلې په موخه ترسره شوه. د غونډې په جریان. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۰:۲۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» محصلانو د علمي پوهې پیاوړتیا او پوهاوي کچې د لوړوالي په موخه د دغه پوهنتون د محصلانو د خدمتونو او همغږي آمریت له لوري د هستولوژي، اناتومي او. . .

BACK TO NEWS