...

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۸:۵۲
...

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند میوند تدریسي روغتون د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ ډاکټران د یو پينځه کلن ماشوم د پېچلي جراحي عملیات په ترسره کولو بریالي شوي دي. دغه ماشوم د چپ لاس بشپړ کمزورتیا، د لاس خوځښت ستونزو او ورغوي په برخه کې د اضافي کتلي د شتون له امله روغتون ته مراجعه کړې وه چې له دقیقو معایناتو وروسته ډاکټرانو د لاس اضافي کتلې لرې کولو او عصبي رګونو د ترمیم پرېکړه وکړه.

د پلاستیک جراحي ډيپارټمنټ غړي ډکټر فهیم فهام په وینا د جراحي عملیاتو په لړ کې اضافي کتله په بشپړ ډول لرې کړل شوه او عصبي رګونه یې په ډېر دقت سره بیا وتړل شول. له عملیات وروسته د ناروغ روغتیاِيي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی او ډېر ژر له روغتون څخه رخصت شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۵۹
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون په نوښت او زمینې برابرولو سره د دغه پوهنتون د طب پوهنځي څلورم او پنځم ټولګي یو شمېر محصلانو د یو علمي سیر په ترڅ کې د مور او ماشوم لپاره د فرانسویانو (FMIC) له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۹:۴۲
Background image

...

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د محصلانو چارو مرستیال مفتي سید جمال آغا په علي آباد او میوند تدریسي روغتونونو کې د ستاژرانو او محصلانو له عملي کارونو څخه نظارت وکړ. په دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۹:۳۶
Background image

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet) موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ.

د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند سترکو تدریسي روغتون د (Healthnet)  موسسې په همکارۍ پینځه ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ کړ. دغه ورکشاپ د یاد روغتون نرسانو او د ختیځ زون (کنړ،. . .

BACK TO NEWS