د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ محصلانو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې بېلابېل طبي ماشینونه جوړ شوي وو چې نن به د «افغان روغتيا ملي او نړيوال نندارتون» کې نندارې ته وړاندې شي.

IT_Director
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۱۸
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ محصلانو له لوري په تېرو څلورو کلونو کې بېلابېل طبي ماشینونه جوړ شوي وو چې نن به د «افغان روغتيا ملي او نړيوال نندارتون» کې نندارې ته وړاندې شي.

په دغه ماشینونو کې د سیروم ګرمولو (Serum Warmer)، د نویو زېږېدلیو ماشومانو د ګرم ساتلو (Infant Warm Care)، د نویو زېږېدلیو او کم وزن لرونکو ماشومانو د مراقبت (Incubator Machine)، د جراحي برخې سیار څراغ  (Mobile Surgical Light)، او د ماورا وړانګو په وسیله د میکروب وژلو ماشین (UV Light Sterilizer Machine)، د بستر شویو ناروغانو لپاره د حالت بدلېدونکی برقي چپرکټ، د ناروغانو د انتقال برقي ویلچر او ځينې نور مهم طبي ماشینونه شامل دي.

د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ د مسوولینو په وینا یاد ماشینونه د نړیوال سټنډرډ مطابق طراحي او جوړ شوي دي چې په اړوندو تدریسي روغتونونو کې به ورڅخه ګټه واخیستل شي
د یادولو وړ ده چې دغه ماشینونونه د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند طبي انجنیري ټکنالوژۍ ډيپارټمنټ د محصلانو د پروژو او عملي کارونو څخه دي چې د هېواد د روغتیايي برخې د پر ځان بسیاینې او داخلي تولیداتو د ترویج په موخه طراحي او جوړ شوي دي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۵
Background image

...

په 1402 هـ.ش کال کې د 1.8 ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون د ګل خانې پروژه تطبيق شوه چې د دغې پروژې په تطبيق او د ګلخانې په تکميل سره به د پوهنتون لپاره د شنې او مناسبې فضا په رامنځته. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۹:۱
Background image

...

په 1402هـ.ش کال کې د 1.8ميليونه افغانيو په ارزښت د پوهنتون پارکېنګ لپاره د سايبان پروژه تطبيق شوه چې د دولتي نقليه وسايطو لپاره په بېلابېلو جوي حالتو کې د محافظت او ساتنې لازم امکانات. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۸
Background image

خبرتیا!

ټاکل شوې چې د افغانستان طبي پوهنتونونو فارغانو د داخلې پرنسيب ولنټير ډاکټرصاحبانو د تخصص ازموينه د 1404 کال کب مياشتې پر 25 نېټه د دوشنبې پر ورځ 9 بجې او د جراحي پرنسيب ولنټير ډاکټر. . .

BACK TO NEWS