د کابل طبي علومو پوهنتون اړوند نسايي ولادي تدریسي روغتون مسوولینو له لوري د وړاندې شویو معلوماتو پر اساس، له ۱۴۰۰هـ ش کال راهیسې د ۳ میلیونه او ۷۳۹ زره افغانیو په ارزښت ۳۶ قلمه طبي وسایل او تجهیزات دغه روغتون ته اخيستل شوي دي. 

IT_Director
Tue, Jul 08 2025 9:10 AM
براساس معلومات ارائه‌شده از سوی مسئولان شفاخانه تدریسی نسایی و ولادی پوهنتون علوم طبی کابل، از سال ۱۴۰۰ تا اکنون (سال ۱۴۰۴)، به تعداد ۳۶ قلم وسایل و تجهیزات طبی به ارزش مجموعی ۳ میلیون و ۷۳۹ هزار افغانی برای این شفاخانه خریداری شده است.

د روغتون مسوولینو په وینا یاد طبي وسایل او تجهیزات د خدماتو کیفیت په ښه والي کې مهمه ونډه لري او د ناروغیو په تشخیص او درملنه، پر وخت د ناروغانو درملنې ته د رسېدنې او همدارنګه د روغتون د عوایدو د زیاتوالي لامل شوي دي. 

د روغتون مسوولین زیاتوي چې له یادو وسایلو څخه اغېزناکه ګټه اخیستنه د مراجعینو لپاره د غوره روغتیاي خدماتو وړاندې کولو زمینه او روغتون د روغتیايي خدماتو عمومي کچې په لوړوالي کې مثبته اغېز رامنځته کړې ده.

Latest news

BACK TO NEWS