د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

IT_Director
Tue, May 30 2023 2:46 PM
د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه ترسره شوه

نن سه شنبې د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ذوالقعدې پر ۱۰ نېټه د کابل طبي علومو پوهنتون علمي شورا غونډه د پوهنتون رئیس پوهنیار دوکتور فضل الرحمن رحماني په مشرۍ د مهمو علمي موضوعاتو په اړه د پرېکړې کولو په موخه د پوهنتون د معاونینو، د پوهنځیو او تدریسي روغتونونو رئیسانو او نورو غړو په ګډون ترسره شوه.

د غونډې په پیل کې د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي حبیب الله حماد  د نبوي احادیثو په بیانولو سره په اداري، روغتیایي، او تدریسي چارو کې د صداقت، اخلاص او امانت‌دارۍ د اهمیت او ارزښت په اړه وینا وکړه. 

د غونډې په دوام  د کابل طبي علومو پوهنتون رئیس د علمي کادر آزموینې د طرزالعمل په تخنیکي اړخ کې د بدلون او نوماندنو ته د علمي کادر د شمولیت په آزموینه کې د لازیاتو آسانتیاوو برابرولو په اړه خبرې وکړې؛ د شورا غړو هر یو د ګډنظر په لرلو سره د دغه طرز العمل په ښه‌والي ټینګار وکړ او د شورا له غړو څخه یوه کمېټه د دغه طرزالعمل د کتنې په موخه وټاکل شوه.

د غونډې په پای کې له آجنډا سره سم د پوهنتون د علمي کادر غړو د تقرر او ترفېعاتو موضوع  وڅېړل شوه او د نظریاتو له وړاندې کولو وروسته  د شورا د غړو لخوا لازمې پرېکړې وشوې.

Latest news

BACK TO NEWS