په کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» کې د استادانو د علمي او څېړنیزې ظرفیت لوړونې په موخه د کابل طبي علومو پوهنتون، تدریسي روغتونونو او خصوصي پوهنتونونو د طبي علومو څانګو د یو شمېر استادانو په ګډون د څېړنیزو ورکشاپونو د لړۍ دویمه دوره ترسره شوه.
د دغه پروګرام په دویمه دوره کې د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو معاون پوهاند دوکتور عزیز الرحمن نیازي له لوري د «مقطعي څېړنو (Cross-sectional Studies)» موضوع وړاندې شوه.
په دغه ورکشاپ کې ګډونوالو د مقطعي څېړنو ترسره کېدو له اصولو او څرنګوالي او د طبي علومو په څېړنو کې د هغې له مفاهیموسره بلدتیا ترلاسه کړه او د وړاندې شوې موضوع په اړه یې د نظرونو تبادله او بحث وکړ.
د کابل طبي علومو پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت د دغه لړۍ په ترسره کولو سره هڅه کوي څو د علمي څېړنو په برخه کې د استادانو د ظرفیت لوړونې زمینه برابره او د طبي علومو په اړه د کار وړ او معیاري څېړنو ترسره کېدو زمینه لا پیاوړې کړي.
